انګلیسي لیکوال، شاعر او فیلسوف کولرج
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i19091-انګلیسي_لیکوال_شاعر_او_فیلسوف_کولرج
له نن څخه ۱۸۹ کاله پخوا د ۱۸۳۴ د جولای په ۵ مه د بریتانیا رومانتیک شاعر، ادیب، کره کتونکی او فیلسوف سامویل ټایلر کولرج (Samuel Taylor Coleridge) د ۶۱ کلونو په عمر مړ شو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 03, 1402 07:31 Asia/Kabul
  • انګلیسي لیکوال، شاعر او فیلسوف کولرج

له نن څخه ۱۸۹ کاله پخوا د ۱۸۳۴ د جولای په ۵ مه د بریتانیا رومانتیک شاعر، ادیب، کره کتونکی او فیلسوف سامویل ټایلر کولرج (Samuel Taylor Coleridge) د ۶۱ کلونو په عمر مړ شو.

کولرج له خپل ملګري ویلیم وردوزورت سره په انګلیستان کې د رومانتیزم بنسټګر و. دوی په ګډه (Lyrical Ballads) اثر، چې رومانتیک غورځنګ یې پیل کړ، کښلی دی.

ده په ۱۸۱۷ کال خپل تر تولو مهم اثر (Biographia Literaria) ولیکه چې د نقد په برخه کې ډېر اغېزمن اثر دی.

ده په انګلیسي ژبه د جرمني د ایډیالیستي فلسفې په معرفي کولو کې مهمه برخه اخیستې.

کولرج له ذهني پریشانۍ او ژور خپګانه په تکلیف و او تر دې چې ده د خپل تکلیف د کمولو لپاره له تریاکو کار اخیست او بالاخره پرې روږدی شو.

 کولریج د ۱۷۷۲ د اکتوبر په ۲۱ مه د انګلنډ په ډونشایر کې زېږېدلی. پلار یې سامویل جان کولرج د کلیسا پادري او د کینګز ښوونځي سرښوونکی و.