د سلمان خان ساتونکي ویکي کوشل ټېل واهه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i16835-د_سلمان_خان_ساتونکي_ویکي_کوشل_ټېل_واهه
د بالیووډ اداکار سلمان خان د اداکارې کټرینا کیف میړه ویکي کوشل ته له لاس ورکولو پرته له مراسمو څخه ووت.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 07, 1402 07:53 Asia/Kabul
  • د سلمان خان ساتونکي ویکي کوشل ټېل واهه

د بالیووډ اداکار سلمان خان د اداکارې کټرینا کیف میړه ویکي کوشل ته له لاس ورکولو پرته له مراسمو څخه ووت.

د بالیووډ د اداکار سلمان خان یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې چې پکې سلمان خان د هند د فلم اکاډمۍ نړیوالې جایزې کې د ګډون لپاره هوټل ته ننوځي. د سلمان خان له راتګ مخکې د بالیووډ اداکارې او د اداکارې کترینا کیف خاوند ویکي کوشل له مینه والو سره سیلفي عکسونه اخیستل.

کله چې سلمان خان ننوتلو، ویکي کوشل هڅه وکړه چې لاس ورکړي او خبرې ورسره وکړي، خو سلمان خان هغه په ​​بشپړه توګه له پامه وغورځاوه او پر مخ روان شو.