فرهنګ د فريب هنري فلم نندارې ته وړاندې شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i15887-فرهنګ_د_فريب_هنري_فلم_نندارې_ته_وړاندې_شو
د فريب هنري فلم په هرات ولايت کې نندارې ته وړاندې شو .
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 06, 1402 04:46 Asia/Kabul
  •  فرهنګ د فريب هنري فلم نندارې ته وړاندې شو

د فريب هنري فلم په هرات ولايت کې نندارې ته وړاندې شو .

دغه فلم دهرات دافغان فلم دمديريت له خوا په دريو مياشتو کې دمحمدحارث يوسفزي  له خوا جوړ شوى  دى نن دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په سالون کې  نندارې ته وړاندې شو .په دې غونډه کې دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ  رئيس آريا رووفيان دافغان فلم  له مديريت  او دهغو ځوانانو  څخه چې ددغه فلم په  جوړولو کې رول درلود په مننې سره او دهرات له  فلم جوړونکو او هنرمندانو په يادونې سره دسينماهنريي دټولني په بېلابېلو  برخو کې اغيزمن او ګټور وباله  او ويې ويل  چې سينما دټولنې په ذهنونو زياته اغيزه لري.دهرات دافغان فلم لوى مدير عبدالکريم محمديار دفلم  او دفريب فلم دجوړولوپه لاره کې دستونزو او چلنجونو په باب خبرې وکړې  او ويې ويل په دې فلم کې جنايي او  ورځنۍ مهمې موضوعګانې انځور شوي دي .دغونډې په پاى کې  دافغان فلم دمديريت کارکوونکو او دفريب دفلم هنرمندانو ته دهرات  ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا ستاينليکونه وکړل شول .ديادونې وړده چې په دې فلم کې ١٥٣ تنوهراتي هنرمندانو رول لوبولى دى.