حوت 13, 1401 08:12 Asia/Kabul
  • د پوهنتون استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم ومړ

د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو استاد پوهاند احمد شاه زغم د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

 دکتور زغم د حاجي رازمحمد زوی په ۱۳۳۵ کال کې د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په خالداري کلي کې زېږېدلی و.

هغه لومړنۍ زده کړې په ۱۳۴۲ کال کې د خواجه مسافر به لومړني ښوونځي کې پیل کړې، وروسته د خپلې ولسوالۍ د شهید عبدالرازق لېسې ته لاړ او په ۱۳۵۶ کال کې له نوموړې لېسې فارغ شو.

 پوهاند زغم په ۱۳۵۷ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي کې د لېسانس دورې زده‌کړې پيل کړې او په ۱۳۶۱ کال کې د نوموړي پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شو.

نوموړی په ۱۳۶۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د علمي کادر غړی شو.

 پوهاند زغم په ۱۳۶۷ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. همدا راز پوهاند صاحب زغم په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د دکتورا زده‌کړې پايته رسولې دي.

پوهاند زغم د استادۍ تر څنګ لیکوال، څېړونکی، ژورنالیست، ژباړونکی او شاعر هم و.

 معاصره لیکوالي، پښتو عرفاني او تصوفي ادبیات، پښتو فلکوري ادبیات، د شعر ښکلاییزه برخه، پښتو چاربیته، په شپېتمه لسیزه کې د افغانستان پښتو شعر ته کتنه او رحمان بابا یو صوفي او عارف شاعر وو؟ د نوموړي مشهور چاپ شوي اثار دي.