زموږ د هیواد خرما خوږهٔ، غوښنه او خوندوره خُرما
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i12538-زموږ_د_هیواد_خرما_خوږهٔ_غوښنه_او_خوندوره_خُرما
عبدالحمید هلمندی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 24, 1401 05:07 Asia/Kabul
  • زموږ د هیواد خرما خوږهٔ، غوښنه او خوندوره خُرما

عبدالحمید هلمندی

ددې هیواد په خلکو، خاوره، اوبو او هوا کي دومره ظرفیتونه سته، چي که په سالم ډول مدیریت او استفاده ځني وسي؛ نو باوري یم، چي هیواد به له هره اړخه پر پښو ودریږي. د ټولو هغه ورورنو/خویندو لاسونه د ښکلولو وړ دي، چي په دې هیواد کي په پاک نیت پوره اخلاص او ایماندارۍ کار کوي او ددې هیواد له ظرفیتونو کار اخلي او را برسېره کوي یې. په لاندي عکسو کي زموږ د ننګرهار د ګلو هار او د ښکلي هلمند د خرما د ونو حاصلات ګورئ، چي په څومره ښکلي ډول یې رشد کړی. که چیري په هلمند، ننګرهار او نورو ورته اقلیمي ولایتونو کي د خرما ونو ته توجه وسي؛ نو باوري یم، چي په ډېر لنډ وخت کي به د خرما لپاره د هیوادوالو تقاضا پوره سي.د یادوني وړ ده ووایم، چي دا څو ورځي کیږي د ننګرهار خرما خورم، باور به مو ونه سي، چي زموږ د هیواد خرما دي دومره شیرینه، غوښنه او خوندوره وي.