هند کې افغاني خوړو لومړی مقام ګټلی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i12291-هند_کې_افغاني_خوړو_لومړی_مقام_ګټلی
د هند پونا ښار ساویتریبای فوله پوهنتون نړیوال مرکز د خوړو فیسټوال کې افغاني خوړو لومړی مقام ګټلی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 19, 1401 08:48 Asia/Kabul
  • هند کې افغاني خوړو لومړی مقام ګټلی

د هند پونا ښار ساویتریبای فوله پوهنتون نړیوال مرکز د خوړو فیسټوال کې افغاني خوړو لومړی مقام ګټلی.

د هند پونا ښار ساویتریبای فوله پوهنتون نړیوال مرکز د خوړو فیسټوال کې افغاني خوړو لومړی مقام ګټلی.

د افغان محصلینو ټولنې په وینا، یاد فیسټوال کې د بېلابېلو افغاني خوړو سربېره د ۲۱ هېوادونو دودیز خواړه نندارې ته وړاندې شوي ؤ.

هند کې د افغان محصیلنو ټولنې مشر ولي‌الرحمن رحماني وایي، د بېلابېلو هېوادونو مېلمنو افغاني خواړه خوښ کړل او موږ ورته د افغان محصلینو هغه مجله ډالۍ کړه چې د افغانستان کلتور او خوړو په اړه په کې معلومات چمتو شوي ؤ.افغان محصلینو دغه فیسټوال نړیوالو ته د افغاني کلتور ښودنې لپاره ښه فرصت بللی دی.