افغانستان کې د غاليو صادرات ډېر شوي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i12016-افغانستان_کې_د_غاليو_صادرات_ډېر_شوي
افغانستان کې د روان بد اقتصادي بحران په ترڅ کې د غاليو توليد وده کړې ده او د دغه هېواد د غاليو صادرات هم ډېر شوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 15, 1401 06:05 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د غاليو صادرات ډېر شوي

افغانستان کې د روان بد اقتصادي بحران په ترڅ کې د غاليو توليد وده کړې ده او د دغه هېواد د غاليو صادرات هم ډېر شوي.

د يوه نوي راپور له مخې افغانستان په تېر کال کې يو ميليون متر مربع غالۍ صادرې کړي دي. ياد راپور د غاليو د توليدونکو او صادرونکو ټولنې د معلوماتو په حواله ورکړل شوی دی.

د دې ټولنې يوه غړي محمد آصف يعقوبي ویلي: «توليد د بې کارۍ له کبله شل سلنه لوړ شوی دی، اوبدل ډېر شوي دي او ورسره زموږ توليد هم ډېر شوی دی.»

د دغه ټولنې په حواله د افغانستان ډېرې غالۍ اروپا او پاکستان ته صادرې شوی دي. غالۍ هم په لاس اوبدل کيږي او هم د ماشينونو له لارې جوړيږي. خو په سيمه کې په لاس اوبدل شوې غالۍ لاسي هنر ګڼل کيږي.