اسد 29, 1402 12:42
استاد حبیب الله رفیع ته دې الله تعالی اوږد عمر او ښه صحت ورکړي. دی که خپلې خاطرې ولیکي، لیکوال خېلو ته به الهامونه پکې وي او زموږ د معاصر فرهنګي تاریخ په تدوین کې به ډېرې پکار راشي. ده چې د ۱۳۴۰ لیسزې په پیل پیل کې د کابل په مطبوعاتي ادارو کې کار پیل کړ، یوه نیکمرغي یې دا په نصیب شوه چې له لوی دانشمند پوهاند عبدالحی حبیبي سره یې وپیژندل. ځوان رفیع ته یوه ورځ پوهاند حبیبي وویل چې که ته د لیکوال په توګه واقعا کار کوې نو داسې کسان به پیدا شي چې خبرې درپسې وکړي خو ته به ځواب نه ورکوې ځکه ځواب ورکول