په ګامبیا کې د ایران او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto-i32799-په_ګامبیا_کې_د_ایران_او_سعودي_عربستان_بهرنیو_چارو_وزیرانو_لیدنه
د ایران بهرنیو چارو وزیر په ګامبیا کې د اسلامي همکاریو سازمان د پنځلسمې غونډې په څنډه کې له خپل سعودي سیال سره کتلي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 16, 1403 11:42 Asia/Kabul
  • په ګامبیا کې د ایران او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه

د ایران بهرنیو چارو وزیر په ګامبیا کې د اسلامي همکاریو سازمان د پنځلسمې غونډې په څنډه کې له خپل سعودي سیال سره کتلي دي.

امیرعبداللهیان او بن فرحان ترمنځ په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د پخوانیو تړونونو پر څار، سیمه ییزو مسایلو او د غزې پر وړاندې د جګړې په اړه خبرې شوي دي.د ایران بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د فلسطین مسئله د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه مسئله ده او باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي.دسعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر هم ویلي دي چې دغزې مسله او دفلسطین دخلکو پرضد دصهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه نیول داسلامي هیوادونو په ګډو هڅو سره شونتیا لري او باید د اسرایلي رژیم دغه جنایتونو ته د پای ټکې کېښودل شي.