په هلمند کې ترافيکي پېښه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto-i31044-په_هلمند_کې_ترافيکي_پېښه
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ویشت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یولس تنه نور ټپيان شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 27, 1402 10:20 Asia/Kabul
  • په هلمند کې ترافيکي پېښه

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ویشت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یولس تنه نور ټپيان شوي دي.

نن سهار د کندهار – هلمند پر لویه لار یو مسافر وړونکی بس د تیلو له یوه ټانکر او موټرسایکل سره ټکر شوی دی.

په دې پېښه کې بس موټر اور اخیستی او ګڼ شمېر سپرلۍ یې سوځېدلي دي.

میلي ټلویزیون ویلي، چې ټپیان د ګرشک او لښکرګاه روغتونونو ته د درملنې په موخه لیږدول شوي دي.

د موټر چلوونکو له خوا د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د سړکونو تنګوالی په هېواد کې د ترافیکي پېښو له عمده عواملو څخه بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د کب مباشتې په دوهمه نیټه د کندهار-هلمند پر لویه لار په یوې ترافیکي پېښه کې دوو میرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او لس تنه نور ټپیان شوي وو.