د غزې په بېلابېلو سیمو د بریدونو له امله لسګونه تنه په شهادت رسېدلي دي
په غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونو دوام
حوت 27, 1402 13:47 Asia/Kabul
اسرائیلي رژیم نن سهار د غزې تړانګې په مرکز دیر البلاح کې پر یوه کور بمباري کړې چې له امله یې دولس تنه شهیدان شوي دي.
د اسرایلو جنګي الوتکو نن سهار د غزې په سویلي برخه کې د کویت په میدان کې پر هغو فلسطینیانو هم ډزې وکړې چې د بشري مرستو په تمه وو.
په غزه کې د فلسطین روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر یو دیرش زره او شپږ سوه پنځه څلویښت او د ټپیانو شمېر دري اویا زره شپږ سوه شپږ اویا کسانو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت زیاته کړې چې صهیونیستي رژیم په تیرو څلریشت ساعتونو کې د غزې پر نهو څانګو بریدونه ترسره کړي دي چې په پایله کې يي دوه نوي کسان شهیدان او یوسلو دیرش تنه نور ټپیان شوي دي.