حوت 27, 1402 13:45 Asia/Kabul
  • د کرکټ لپاره د آی سي سي نوی قانون

د کرکټ بورډ عمومي شورا یا آی سي سي تیره ورځ له خپلې کلنۍ غونډې وروسته د کرکټ د توپ وهونکو لپاره نوی مقررات اعلان کړل.

د کرېکټ نړیوالې شورا مدیره پلاوي تیره ورځ له خپلې کلنۍ غونډې وروسته د توپ وهونکو لپاره نوی قانون اعلان کړ.

د دغه قانون له مخې، د یوې لوبډلې توپ وهونکي مکلف دي کله چې د یو اور له ختمېدو وروسته تر شپېتو ثانیو بل اور پیل کړي. د سرغړونې په صورت کې به لوبغاړي ته خبرداری ورکړل شي او خبر داري ته نه پاملرنې څخه وروسته به سیالۍ لوبډلې ته پنځه اضافي منډې حساب شي.

د کرکټ نړیوالې شورا، چې تر دې وړاندې یې هم په ځینو سیالیو کې دغه قانون ازمایلی وایي، چې نوی قانون به د روان کال د جون له لومړۍ نېټې په ټولو شل اوریزو او پنځوس آوریزو سیالیو کې پلي شي.

 

تگ