په هیواد کې د خبریالانو ملي ورځ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto-i31040-په_هیواد_کې_د_خبریالانو_ملي_ورځ
د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت د هېواد ټولو خبريالانو ته مبارکي وويله.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 27, 1402 10:11 Asia/Kabul
  • په هیواد کې د خبریالانو ملي ورځ

د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت د هېواد ټولو خبريالانو ته مبارکي وويله.

مجاهد په خپله ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د هېواد د خبریالانو لپاره د لا زیاتو خدمتونو غوښتنه کوي.

مجاهد زياته کړه، خبريالان د ملت او نظام استازي دي او له خبريالانو يې هيله وکړه، چې د رسنيو د اصولو په پام کې نيولو سره د پخوا په پرتله ډېر زيار وباسي.

د کب میاشتې اووه ویشتمه نیټه د افغانستان په جنتري کې د خبريالانو ملي ورځ ده او له دې ورځې هر کال په هېواد کې نمانځنه کېږي.