په نوي ډيلي کې طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې قادر شاه په هند کې د افغانستان د سفارت د نوي سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې قادر شاه په هند کې د افغانستان د سفارت د نوي سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. قادر شاه تر دې وړاندې هم په دغه سفارت کې کار کړی او په تېر حکومت کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند و.د هند حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې په نوي ډیلي کې طالبانو ته د افغانستان سفارت د سپارلو خبرونه خپاره شوي وو.د ځینو سرچینو په وینا، په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر فرید ماموندزی تېره میاشت لندن ته تللی و او ترهغه وروسته د طالبانو سرپرست حکومت یو لیک استولی او قادر شاه یې په هند کې د افغانستان د سفارت د مشر په توګه ټاکلی دی.