د مبارک ماشوم موندلو له پاره د راهبانو ګومارنې پیل شوې.
عقرب 11, 1401 16:26 Asia/Kabul
راهبانو خلک وګومارل ترڅو هغه مبارک ماشوم پيدا کړي چې په اوږو یا ولو باندې نښه ولري.
هغه مهال داسې دود و چې د مکې خلکو به د سوځنده ګرمۍ له امله خپل کوچني ماشومان د کلیو او بانډو دایه ګانو ته لېږل ترڅو غښتلي او ماړه رالوی شي. راهبانو د دغه مبارک ماشوم موندلو له پاره ګومارل شویو کسانو ته د سروزرو او لوړو بیو ورکولو ژمنه وکړه.