د محمد ص د شان لوړوالي ته د کینه ګرو اندېښنه او د راهبانو پلټنه پیل شوه.
عقرب 11, 1401 13:23 Asia/Kabul
د حضرت محمد ص د زېږد او برکت په اړه د خلکو ترمنځ ډول ډول خبرې تبادله کېدلې، چا ښه او چا له کینې ډک نظر درلود.
د دواړو جهانونو سردار ته د نیکه(عبدالمطلب) خوشحالي ډېره وه او د مکې خلک یې وليمې ته رابللي وو خو د کورنۍ غړو یې له کينې ډک نظر هم په زړه کې ساتلی و.
د وخت راهبان هم په پلټنه بوخت شول ترڅو معلومه کړي چې اخرالزمان پیغمبر نړۍ ته سترګې پرانېستي دي. دوی پلټنه کوله ، تردې چې خیبر ته د تللو هوډ یې وکړ.