حمل 07, 1402 10:17
د الله تعالی له لوري، قرآن کریم د نورو الهي کتابونو او صحیفو په پای کې انسان ته د وحدانیت، معرفت او انساني ارزښتونو په پار د الله تعالی څرګند پیغام دې چې د روژې په مبارکې میاشتې کې را نازل شویدی. روژه یو ښه فرصت دی چې انسان د هغه لوی ذات لوري ته مخ کړي، خپل ملاتړ او هدایت ته یې راوبلي ترڅو تقوا او رشد ته ورسیږي. د اصولو له مخې، دا مبین کتاب د انسان د ژوند عملي لارښود دی، خو متاسفانه زیاترو یې تلاوت هم پریښې او که څوک یې تلاوت کوي، ډیر یې په معنا نه پوهیږي او له تدبر او تفکر څخه یې عاجز دي چې ماز