د حضرت محمد (ص) مشره لور حضرت زينب رضي الله عنها
https://af.sahartv.ir/pashto_section/islam-i22924-د_حضرت_محمد_(ص)_مشره_لور_حضرت_زينب_رضي_الله_عنها
درسول الله صلى الله عليه وسلم په لوڼو كې زينب مشره او تر بعثت لس كاله وړاندې زيږيدلې وه .
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 30, 1402 07:31 Asia/Kabul
  • د حضرت محمد (ص) مشره لور حضرت زينب رضي الله عنها

درسول الله صلى الله عليه وسلم په لوڼو كې زينب مشره او تر بعثت لس كاله وړاندې زيږيدلې وه .

حضرت زينب رضى الله عنها دخپل خاله زوی ابوالعاص ته واده شوې وه ,ابو العاص چې دبدر په جنګ كې بندي شو ژمنه ورڅخه واخستل شوه چې زينب به مدينې ته راولي او دژمني دتر سره كولو په موخه پريښودل شو هغه خپله ژمنه پوره كړه او زينب رضى الله عنها يې له خپل وروركنانه سره مدينې ته راواستوله په لار كې قريشو بريد ورباندې وكړاو هبار بن اسود په نيزه ووهله چې زينب رضى الله عنها په ځمكه ولويده چې دهمدې پيښي له امله يې حمل هم تاوان شو .دابو سفيان په منځګړيتوب دا جګړه پاي ته ورسيده او كنانه بالآخر زينب رضى الله عنها حضرت زيدرضى الله عنه ته چې په همدې موخه رسول الله صلى الله عليه وسلم را استولى ووپه لاره كي وسپارله اوهغه له ځانه سره مدينې ته بوتله .ابو العاص بيا په يوه سريه كې ونيول شو ,كله چې يې مدينې ته راوست نو حضرت زينب رضى الله عنها ورته پناه وركړه ,بيا مكې ته ولاړ خپل حسابونه يې خلاص كړل ,اسلام يې ومانه او بيرته مدينې ته راغى او دزينب رضى الله عنها نكاح بيا ورسره نوي شوه .حضرت زينب دهجرت په اتم كال وفات شوه حضرت سودې حضرت ام سلمې او حضرت ام ايمن رضى الله عنهن ورته غسل وركړ ,ددواړو نړيو سردار رسول الله صلى الله عليه وسلم يې دجنازې لمونځ اداكړ,او حضرت ابوالعاص رضى الله عنه قبر ته ورښكته كړه ,حضرت زينب رضى الله عنها يو زوي علي او يوه لور امامه درلوده ,علي په ماشومتوب كي وفات شو خو په بل روايت په يرموك كي شهيد شو .له امامه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم خورا مينه درلوده آن تردې چې په لمانځه كي به يې په اوږو سپروله ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها تر وفات وروسته امامه حضرت علي رضى الله عنه ته په نكاح شوه , چې دحضرت علي رضى الله عنه له شهادته وروسته بيا امامه حضرت مغيره رضى الله عنه ته په نكاح شوه . په يوه روايت دامامه يو كوچنى ديحيي په نوم و خو بل روايت بيا وايي چې امامه اولادونه نه درلودل امامه دمغيره رضى الله عنه كره وفات شوه .انا لله وانا اليه راجعون .