اُم المؤمنين حضرت بي بي اُم سلمه (رضي الله عنها)
https://af.sahartv.ir/pashto_section/islam-i22064-اُم_المؤمنين_حضرت_بي_بي_اُم_سلمه_(رضي_الله_عنها)
ددغې پاكې بي بي خپل نوم هند , دپلارنوم يې سهيل اودمورنوم يې عاتكه وو. نوموړې په لومړني سركې دخپل اكا د زوی او درسول الله صلى الله عليه وسلم درضاعي ورور عبدالله بن عبدالاسدپه نكاح كې وه .
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 12, 1402 13:54 Asia/Kabul
  • اُم المؤمنين حضرت بي بي اُم سلمه (رضي الله عنها)

ددغې پاكې بي بي خپل نوم هند , دپلارنوم يې سهيل اودمورنوم يې عاتكه وو. نوموړې په لومړني سركې دخپل اكا د زوی او درسول الله صلى الله عليه وسلم درضاعي ورور عبدالله بن عبدالاسدپه نكاح كې وه .

نوموړې له خپل ميړه سره يوځای حبشې ته هجرت وكړ . هلته يې دسلمه په نوم زوی وزيږيد. وروسته مكې ته راغله اوبيايې دلومړنيومسلمانو ميرمنو په كتاركې مدينې منورې ته هجرت وكړ. ميړه يې عبدالله دخپل وخت له وتليو آس زغلونكو شميرل كيده .دبدر او اُحدپه غزاګانو كې يې برخه اخيستې وه . داُحدپه جګړه كې دخوړلوټپونو له امله يې دهجرت په څلورم كال سترګې له نړۍ پټې كړې .رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغه دجنازې پرمهال نه تكبيرونه وويل . له لمانځه وروسته چا ترې وپوښتل چې يارسول الله تيروتنه خوبه مو نه وي كړي؟رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ابوسلمه دزرو تكبيرونو حق درلود .رسول الله صلى الله عليه وسلم وروسته اُم سلمه ته دنكاح وړانديز وكړ خو هغې عذر ووايه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وويل چې يو خو زه خوراقهرجنه ميرمن يم , ډيراولادونه لرم ,او بله داچي عُمر مې ډيردى . خورسول الله صلى الله عليه وسلم ددغو عذرونو سربيره له هغې سره نكاح وكړه .نوموړي يوه پوهه اوهوښياره ميرمن وه . دحديثونو له مخې دغه بي بي له عايشې رضي الله عنه نه وروسته دافضليت دوهمه درجه لري . اُم سلمه رضي الله عنها د84 كلونوپه عُمر ترټولوبيبيانو وروسته وفات شوه. دجنازې لمونځ يې حضرت ابوهريره رضى الله عنه اداكړ.