په مالیزیا کې د نګارا مشهور جومات
https://af.sahartv.ir/pashto_section/islam-i15436-په_مالیزیا_کې_د_نګارا_مشهور_جومات
په مالیزیا کې د نګارا مشهور جومات
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 26, 1402 05:21 Asia/Kabul
  • په مالیزیا کې د نګارا مشهور جومات

په مالیزیا کې د نګارا مشهور جومات

د نګارا جومات د مالیزیا په کوالالامپور ښار کې تر ټولو مشهور جومات دی. دغه جومات پر یو وخت د (۵۰۰۰) لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري او په ۱۳هکتاره باغ کې جوړ شوی دی.

د نګارا جومات په ۱۹۶۵ مېلادي کال کې جوړ شوی، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا له سره رغول شوی دی.
دغه راز د نګارا جومات مناره او یو شمېر نويو د اوبوحوضونو د جومات ښکلا یو پر دوه کړې ده. دغه جومات ۴۵ ځله له سره رغول شوی، چې په وروستۍ بیا روغونه کې یې لویه ګنبده په آبي رنګ جوړه شوه.
د جومات ګنبده د نړۍ د ټولو جوماتونو له ګنبدو سره توپیر لري، ځکه دغه ګنبده یوه اتلس برخیز ستوري ته ورته ده، چې د مالیزیا د ۱۳ ایالتونو او د اسلام د پنځو بناو ښکارندويي کوي.
د لویې ګنبدې په شاوخوا کې ۴۸ نورې کوچنۍ ګنبدې هم شته. د جومات پر دېوالونو د قران کریم آیاتونه په ښکلې خطاطۍ د مالیزیا د مشهورو خطاطانو پر لاس لیکل شوي دي.
دغه جومات د سهار له ۹ تر ۱۲ بیا د ماسپښین له یوې د مازدیګر تر شپږ نیمو بجو پورې د خلک پر مخ پرانیستی وي.
جومات په خپله شاوخوا کې ګڼ شمېر نور اړین ملحقات هم لري.