سلیمیه مسجد؛ په ترکیه کې د اسلامي معمارۍ نمونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/islam-i15434-سلیمیه_مسجد_په_ترکیه_کې_د_اسلامي_معمارۍ_نمونه
سلیمیه مسجد؛ په ترکیه کې د اسلامي معمارۍ نمونه
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 26, 1402 05:16 Asia/Kabul
  • سلیمیه مسجد؛ په ترکیه کې د اسلامي معمارۍ نمونه

سلیمیه مسجد؛ په ترکیه کې د اسلامي معمارۍ نمونه

د سلیمیه مسجد په ترکیه کې د اسلامي معمارۍ یوه نمونه ده، چې نن سبا پر عبادت ځای سربېره د سیاحانو د جذب پرقوې هم بدل شوی دی.
دغه مسجد په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی، چې د عثمانیانو د دورې تر ټولو مشهور مسجد او شهکار بلل کېږي.
د سلیمیه مسجد په ۲۲ زره ۲۰۲ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی, د مسجد جوړښت او د معمارۍ سبک د دې لامل شوی، چې له کلونو کلونو وروسته بیا هم دغه مسجد د سیاحانو د پام وړ وګرځي او هر کال ترې په زرګونه کسان لیدنه وکړي.

ددغه مسجد ځینې کاشیان له روسیې سره د عثمانیانو د جنګ پر مهال چې د ۱۸۸۷ او ۱۸۸۸ کالونو تر منځ پېښ شوی د روسي جنرال (میخائیل اسکوبلف) لخوا روسیې ته وړل شوي دي، چې لا تر اوسه بېرته نه دي راګرځول شوي.
له نیکه مرغه د سلیمیه مسجد نوم د یوه تاریخي میراث په توګه په یونسکو کې هم ثبت شوی دی.
د سلیمیه مسجد معمار (سنان) نومیدو، چې خپله دغه معماري د عثماني خلافت په دوره کې تر ټولو ارزښتناکه معماري بولي.
مسجد یوه لویه ګنبده او څلور لوړې منارې لري.