حوت 16, 1402 12:05 Asia/Kabul
  • د حریت سرمقالې؛ اثر له چاپه را و ووت

د حریت اونیزې د سرمقالو ټولګه «د حریت سرمقالې» تر سرلیک لاندې له چاپه راو ووته.

دغه کتاب چې د یادې اونیزې د یو کال خپرو شویو ګڼو سرمقالې پکې راټولې شوې، ټول ټال نهه څلوېښت سرمقالې دي چې بېلابېل موضوعات پکې را نغاړل شوي دي.

د کتاب لیکوال دادمحمد ناوک وايي د کتاب ارزښت په دې کې دی چې نه یوازې، د حریت اونیزې د یو کلن فعالیت د رسمي نظریاتو غورچاڼ دی، بلکې د تاریخ، روان وضعیت، فرهنګي زیاتونې، فکري او ادبي هڅې ټولګه هم بلل کېدای شي.

په کتاب کې له حالاتو، وضعیت، اړتیا او د اونیزې د خپرېدونکو موادو سره په مناسبت خپرې شوې سرمقالې را ټولې شوې دي، خو څو داسې سرمقالې هم پکې شته چې د ځانګړو ګڼو لپاره یا یوازې یو تصویر، حدیث شریف یا هم کومه جمله کافي بلل شوې ده.

دا کتاب حریت خپرندویه ټولنې په مناسب کیفیت په ۹۵مخونو کې په ۲۰۰۰تېراژه کې خپور کړی دی.

یاده دې وي حریت اونیزه له پلازمېنې کابله په ۲۵۰۰تېراژ خپرېږي او ټول هېواد ته رسول کېږي، چې ډېری تمرکز يې پر تعلیمي، فکري او دعوتي مضامینو وي.