حوت 10, 1402 11:49 Asia/Kabul
  • د نجیب الله توروایانا

لیکنه: خاطر پاڅون

نجیب الله توروایانا (۱۹۱۴ء_۱۹۶۵ء) د امیر دوست محمد خان پۀ لمسیانو کښې راځي، مور یې د امیر عبدالرحمن لور وه.

د دري او پښتو ژبې تکړه لیکوال وۀ، وتلے تاریخ دان وۀ، لنډې قیصې یې هم لیکلې دي.

تر څو چې د نجیب الله توروایانا د "اریانا" نومي کتاب خبره ده، د دې کتاب پۀ اهمیت او تاریخي ارزښت هله پوهېدلے وم، چې کله مې د غوث خیبري تاریخي کتاب "پښتانۀ د برهمن،زردښت،بدها او اسلام پۀ پېرونو کښې" لوستۀ، غوث خیبري زیاتره حوالې د توروایانا د دغي کتاب نه راخیستلې وې. دا کتاب اصل کښې دري ژبه کښې پۀ دوه ټوکه کښې چاپ شوے دے، اولنے ټوک د اسلام نه مخکښې دوره راپېژني، او دویم ټوک یې د اسلام نه وروسته دوره راپېژني، موږ د اسلام نه پۀ مخکښې دوره باندې خبره کوو.

دا کتاب اوس اوس ډاکټر شریف ځدراڼ پښتو ته را ژباړلے دے.

زۀ چې لاندې د اریانا پۀ باب کومې خبرې لیکم، هغه زیاتره د دغه کتاب نه راخلم، چې تاسو د دې کتاب پۀ تاریخي ارزښت و پوهېږئ.

زموږ ذهن ته چې کله هم د اریانا نوم راځي، ورسره ورسره د یو داسې تاریخي، تهذیبي، تمدني، سیاسي، مذهبي، کلتوري، علمي او فني وطن انځور مخې ته ودریږي، چې تۀ به وایې ټوله نړۍ دغې اریانا ته پسخېدله.

تر څو چې د ارینو باختر ته یا اریانا ته د راتګ خبره ده، زموږ ټول تاریخ پوهان پۀ یوه خولۀ دي، چې ارین د "اریانا ویجو" یا "اریانم وائېګو" نه راکوچېدلي دي. دا پوښتنه چې اریانا وایجو چېرته وه؟ د دې پۀ اړه نجیب الله توروایانا د یو څو تاریخ پوهانو حوالې راوړې، چې اریانا وایجو هلته واقع وه:

۱- د بالتیک غاړه

۲- د تورې بحیرې شمالي غاړه

۳- د خزر ختیځه او شمالي غاړه

۴- د اورال د غرۀ لمنې(سائېبریا)

۵- د سیحون او جیحون تر منځ(شمالي افغانستان)

۶- د پامیر پۀ لمنو کښې او د امو سین سرچینې

خو نجیب الله توروایانا پۀ دې عقیده دے، چې اریانا وایجو به د پامیر پۀ لمنو او د امو سین پۀ سرچینو کښې واقع وي.

باختر ته د راتګ پۀ اړه دے وایي چې ارین ۳۰۰۰ ق م کښې راکوچېدلي دي، یعني له نن پینځۀ زره کاله مخکښې.

ارین ولې له اریانا وایجو باختر او مغرب ته وکوچېدل، د هغو لاملونو پۀ باب توروایانا دا نظر لري، چې یا خو د دوی شمېر ډېر شوے دے، ځای ور تنګ شوے، اب و هوا او د اوبو مسله ورپېښه او یا بیا د قبایلو پخپل منځ کښې د اختلافاتو پۀ وجه دوی له اریانا وایجو راکوچېدلي دي.

نجیب الله توروایانا د "ګوبینو" پۀ حواله وایي، چې که چېرې تاسو پخواني یا پۀ بل عبارت "اوریجنل اریایان" مطالعه کوئ، بیا یې پارس او هند کښې نه بلکې د انډس(اباسین) پۀ ختیځ او باختر کښې وپلټئ.ځکه چې پارسیان او د هند اریایان پۀ غېر اریایي خلقو ورګډ شوي دي.

ارینو څرنګه ژوند تېروۀ؟ پۀ دې اړه دے لیکي چې:

"د ارینو مذهب د عناصرو او د طبیعت د ځواکونو نمانځل وو، ژبه یې اریا وه، اسونه یې د سپرلۍ او جګړې لپاره استعمالول، او د اسونو پۀ روزنه او اهلي کولو یې همت کوۀ، ژوند یې پۀ عمومي توګه پر مالدارۍ ولاړ و، پۀ اوړي کښې د شمال پۀ لور او پۀ ژمي کښې جنوبي څړځایونو ته کوچېدل"

نجیب الله توروایانا پۀ اریانا کښې د ارینو پۀ کردار خو ډېر غږېدلے دے، لاکن دا خبره نکوي، چې هغه وخت د ارینو یوه قبیله پکتوس،پکتین یا پښتانۀ موجود وو او کنه؟ او هغه وخت پښتو ژبه پۀ وجود کښې راغلې وه کنه؟

نجیب الله توروایانا؛ اریانا پۀ اوو برخو وېشي:

۱- اریا ولایت

۲- درانګیانا ولایت

۳- مارګیانا ولایت

۴- اراکوزیا ولایت

۵- ګدروزیا ولایت

۶- باختر ولایت

۷- پارو پامیراد ولایت

البته د اریانا تر ټولو مهمه او تهذیتي ولایت ګندهاره ده، خو پته نشته، چې نجیب الله توروایانا ولې د ګندهاره ذکر نۀ کوي؟

نور بیا......