حوت 03, 1402 14:28 Asia/Kabul
  • د کتاب نوم: فلسطین، التاریخ المصور

(فلسطین، التاریخ المصور) یا په اردو ژبه کې دیاد کتاب ژباړه (تاریخ فلسطین عهد به عهد) د دکتور طارق السویدان لخوا لیکل شوی کتاب دی، وروسته اردو ژبې ته محترم ورور اسد الله خان پشاوري په نرمه، آسانه او روانه ژبه ژباړلی، او په ۱۵۵ مخونو کې یې راټول کړی.

د یاد تاریخ موضوع په مجموع کې دوه شیان دي:

#لومړی: غیر له دې چې موږ او تاسو په حیث د مسلمان د بیت المقدس او غزې په اړه په دې ځان پوه کړو چې په تاریخ کې یاده ځمکه د چا حق وو، اوس د چا حق کیږي او کوم قوم هلته تر ټولو مخکې میشت شوی؟ تر څو د هغې تاریخ شالید ته په کتو اوس هم دغه ځمکه د هغوی حق وګڼل شي.

#دویم: دا چې موږ او تاسو په حیث د مسلمانانو آیا د دې حق لرو چې له نورو قومونو لکه یهود او نصارا (عیسایانو) نه د هغې د خپل کیدو غوښتنه وکړو؟ او د ځان یې وبولو؟

د لومړۍ موضوع په اړه، څو یاده موضع په بې پرې توګه وڅیړل شي دکتور سویدان ۱۵۰۰ کاله وړاندې د میلاد ته ځې او د دې خبرې ثبوت وړاندې کوي چې په یاده مبارکه ځمکه تر نورو قومونو وړاندې لومړی عرب قوم میشت شوي، ځکه خو نن ورځ هم یاده ځمکه د عربو حق دی او باید هغوی ته ورکړل شي. او اکثره له عربو مسلمانان دي.

دکتور سویدان د یهودو د دې خبرې په ځواب کې چې یاده ځمکه زموږ حق ده او په یاده ځمکه موږ بادشاهي کړې، وایي چې په یاده ځمکه تر میلاد وړاندې د پنځلسو پيړیو په جریان کې غیر له دوو بادشاهانو چې یو یې سلیمان او بل داوود علیهما السلام دي، بل کوم بادشاه له یهودو څخه نه دی تیر شوی، دا نور ټول عرب بادشاهان تیر شوي، نو بیا څنګه یهود فلسطین د خپل ځان حق ګڼي!؟ او د رسول الله تر بعثت وروسته خو یاده ځمکه الله تعالی د مسلمانانو لپاره لومړۍ قبله وګرځوله، او تر نن ورځې پورې ډیری وخت یاده ځمکه د مسلمانانو په لاس کې وه.

د دویمې موضوع په اړه لیکوال لیکي، چې اګر که هلته د نورو قومونو مقدسات شته لکه د نصاراوو/عیسایانو لپاره غربي دیوال (یا د ژړا دیوال)، یهودوانو لپاره قبة الصخرة او ورسره هیکل سلیماني او د مسلمانانو لومړۍ قبله مسجد اقصی. خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له راتګ سره سم نور ادیان منسوخ شول او لکه څنګه چې یاده ځمکه د عربو اصلي ټاټوبی دی او د مسلمانانو لومړۍ قبله هلته ده، باید یاده ځمکه دوی ته ورکړل شي، چې ډیری له دوی اوس مسلمانان دي.

لیکوال دې خبرې ته هم اشاره کوي چې یاد مبارک ځای د تاریخي، حقوقي او دینې اړخه د مسلمانانو ځای دی او باید د دوی په واک کې ورکړل شي، خو نور قومونه باید هلته له عبادت کولو منعه نه کړل شي لکه څنګه چې د مسلمانانو لخوا نه دي منع کړل شوي.

ټولو هغه وروڼو او خویندو په ځانګړي ډول ځوانانو ته چې د فلسطین، بیت المقدس/ مسجد اقصی او یا هم اوسنۍ غزې په اړه په شعوري ډول ځانونه پوه کړي باید یاد کتاب باید ولولي.