د اکسفورډ ډکشنرۍ د لومړي چاپ ۱۴۰ کاله ووتل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/bookland-i28652-د_اکسفورډ_ډکشنرۍ_د_لومړي_چاپ_۱۴۰_کاله_ووتل
له نن څخه ۱۳۹ کاله پخوا د ۱۸۸۴ م کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د اکسفورډ انګلیسي ډکشنري لومړی ټوک په لندن کې چاپ شو. د دې ډکشنرۍ، چې ۱۲ ټوکه یې لرل، وروستی ټوک د ۱۹۲۸ د اپریل په ۱۹ مه چاپ شو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 12, 1402 06:32 Asia/Kabul
  • د اکسفورډ ډکشنرۍ د لومړي چاپ ۱۴۰ کاله ووتل

له نن څخه ۱۳۹ کاله پخوا د ۱۸۸۴ م کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د اکسفورډ انګلیسي ډکشنري لومړی ټوک په لندن کې چاپ شو. د دې ډکشنرۍ، چې ۱۲ ټوکه یې لرل، وروستی ټوک د ۱۹۲۸ د اپریل په ۱۹ مه چاپ شو.

دا ډکشنري له هماغه وخته تقریباً کال په کال تازه شوې او له زیاتونو سره بیا بیا چاپ شوې ده. اکسفورډ د بریتانیايي انګلیسي تر ټولو ستر قاموس دی. د دې ډکشنرۍ لومړنی مولف سر جیمز اګوسټس هینري موري و. ده صرف ۳۶ کاله ژوند وکړ.

د اکسفورډ ډکشنرۍ الیکترونیکه بڼه په ۱۹۸۸ کې چمتو شوه. انلاین بڼه یې له ۲۰۰۰ کال راهیسي خلکو ته وړیا وړاندې کېږي، او د ۲۰۱۴ تر اپریل پورې یې د لیدونکو شمېر د میاشتې تر ۲ میلیونو اوښت.

د ۲۰۰۵ تر نوومبر پورې په دې ډکشنرۍ کې ۳۰۱۱۰۰ کلمې شاملې شوې وې. په دې کې ترکیبي کلمې، عبارتونه او لنډونې شاملې نه دي.