الهي مینه کتاب چاپ شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/bookland-i18986-الهي_مینه_کتاب_چاپ_شو
الهي مینه کتاب د الله ج په معرفت کې د تفکر یو اثر دی چې نامتو هندي څېړونکي وحید الدین خان لیکلی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 01, 1402 07:30 Asia/Kabul
  • الهي مینه کتاب چاپ شو

الهي مینه کتاب د الله ج په معرفت کې د تفکر یو اثر دی چې نامتو هندي څېړونکي وحید الدین خان لیکلی دی.

په دې اثر کې له الله ج سره د مینې، معرفت او اطاعت اړوند مطالبو په اړه بحث شوی دی څو لوستونکی لا وکولای شي د الله ج په مخلوق کې فکر وکړی شي او هم د ښېرازیو له درک څخه خپله مینه او شکر پر ځای کړي.

د کتاب لیکوال په معیاري څېړنو سره په اسلام کې څه باندې ۲۰۰ عنوانه کتابونه لیکلي دي او تر ډېره د سولې او دیني دعوت په برخه کې یې یادې څېړنې متمرکزې دي.

د نړۍ مخکښ پوهنتون جورج ټاون نوموړی مصلح څېړونکی د اسلامي نړۍ د ۵۰۰ اغېزناکو شخصیتونو په ډله کې شمېرلی دی.

دغه کتاب میراحمد یاد پښتو ژبې ته راژباړلی، اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی دی او ۱۱۲ مخونه لري.