« له افغانستانه تر عراقه د مرګ څپې» کتاب چاپ شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/bookland-i13143-له_افغانستانه_تر_عراقه_د_مرګ_څپې_کتاب_چاپ_شو
له افغانستانه تر عراقه د مرګ څپې په نوم د کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه. کتاب مشهور مصري لیکوال او ژورنالېست محمد المراغی لیکلی او پښتو ته هدایت الله همیم را ژباړلی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 03, 1401 05:27 Asia/Kabul
  • « له افغانستانه تر عراقه د مرګ څپې» کتاب چاپ شو

له افغانستانه تر عراقه د مرګ څپې په نوم د کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه. کتاب مشهور مصري لیکوال او ژورنالېست محمد المراغی لیکلی او پښتو ته هدایت الله همیم را ژباړلی دی.

په دغه کتاب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۰۱ زېږدیز کال هغه پټ اسناد په ډاګه شوي چې څنګه یې پر افغانستان یرغل وکړ.په کتاب کې پر دې هم بحث شوی چې پر افغانستان د امریکا له برید سره ګاونډیانو څنګه مرسته وکړه. کتاب چې پنځه څپرکي او ۱۰۴ مخه دی، د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري پر ښه کاغذ چاپ شوی دی.