حمل 22, 1403 17:48 Asia/Kabul
  • د بښنې نړیوال سازمان: صدیق الله افغان له بنده خوشی شو

د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې د سرپرست حکومت له زندانه د انجونو د زدکړو د حق فعال صدیق الله افغان د خوشې کېدو اعلان وکړ.

دغه بنسټ د سه شنبې په ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د زدکړو د حق د دې فعال خوشې کول یو "مثبت پرمختګ" دی، مګر هغه باید لومړی نه وای نیول شوی او زنداني شوی وای.په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د د زدکړو د حق یو یو بل فعال احمد فهیم عظیمي او نور بندیان چې د دې انګیزې په تور په زندان کې دي باید ژر تر ژره خوشې شي.صديق الله افغان او احمد فهيم عظيمي د تېر کال د اکټوبر په اولسمه د کابل په کارته چهار سيمه کې نيول شوي وو.د سرپرست حکومت استخباراتي چارواکي معمولا د دې ډول چلند په اړه کوم ځواب نه ورکوي.

تگ