-
بلوچستان کې دوو بریدونو کې د ۱۳ تنو وژل کیدل
حمل 07, 1404 12:38د پاکستان په بلوچستان ایالت کې امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې د چهارشنبې په شپه په دې ولایت کې په دوو وسله والو بریدونو کې لږ تر لږه دیارلس کسان وژل شوي دي.
-
فارس خلیج کې د ایران سمندري وړتیا ښودنه
حمل 07, 1404 12:37د څلورو اسلامي هېوادونو ایران، لبنان، یمن او عراق لخوا د فلسطین او غزې د خلکو په ملاتړ د فارس خلیج ، مکران ساحل او د ایران د مازنداران سمندرګي په اوبو کې ګډ سمندري تمرینونه ترسره شول.
-
پاکستان څخه د کډوالو ایستلو نېټه کې د بدلون امکان
حمل 07, 1404 12:36د پاکستان د لومړي وزیر جګپوړی سلاکار رانا ثناالله وايي پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لپاره د مارچ یو دیرشمه نیټه وروستۍ نیټه نه ده او د بدلون وړ ده.
-
د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیټ ۸۴ سلنه کموالی
حمل 07, 1404 12:35د سوداګرۍ او پانګونې خونې تیر کال د خصوصي سکتور د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه په یوه غونډه کې وویل چې د پاکستان لخوا رامینځته شویو ننګونو له امله تیر کال د دې هیواد له لارې د افغانستان ټرانزیټ څلور اتیا سلنه کم شوی دی.
-
د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر پیغام
حمل 07, 1404 12:34د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې سرپرست حکومت له اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو سره قوي او ښې اړیکې غواړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 06, 1404 13:55د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
بیلابیلو هېوادونو کې د نوي کال نمانځنه
حمل 06, 1404 13:53د نوي لمریز کال په رارسیدو سره همهاله په بیلابیلو هیوادونو کې د لرغوني نوروز د یاد مراسم ترسره شول.
-
د کابل لخوا بیجینګ سره د سوداګریز انډول غوښتنه
حمل 06, 1404 13:04د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر او په کابل کې د چین سفیر په خپله وروستۍ غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ انډول پر اړتیا ټینګار وکړ او پریکړه یې وکړه چې د صادراتو د اسانتیا او د ټرانزیټ لګښتونو کمولو لپاره یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي.
-
غزې تړانګه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونو دوام
حمل 06, 1404 13:01په غزه باندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو د نوي پړاو په نهمه ورځ یو شمیر نور فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې د فلسطین ملاتړو د انګلستان ترڅنګ په مختلفو هیوادونو کې سړکونو ته راووتل او د فلسطیني خلکو لپاره یې په خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
-
د ایران فوټبال ملي ټیم ۲۰۲۶ نړیوال جام ته لار وموندله
حمل 06, 1404 12:58د ایران د فوټبال ملي لوبډله د ازبیکستان په وړاندې د دوه پر دوه مساوي لوبې سره د اووم ځل لپاره نړیوال جام ته ورسیده.