-
مزار شریف کې د وزلوبې د سیالیو دوام
دلو 22, 1401 07:56مزار شریف کې د بلخ او جوزجان ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.
-
په لغمان کې د والیبال سیالیو دوام
دلو 22, 1401 07:53لغمان؛ د عليشنګ ولسوالۍ د غازي اباد سيمې واليبال سياليو کواټر فاينل د راهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
-
د هلمند په مرکز او دوو ولسواليو کې د واليبال ناک اوټ سيالۍ پيل شوې
دلو 22, 1401 07:50د هلمند ولايت د بدنې روزنې او ورزش امریت په غوښتنه او د والیبال فدراسیون په هلو ځلو د هلمند په مرکز او دوه ولسوالیو مارجه او ګرمسیر کې د والیبال ناک اوټ (حذفی) سیالۍ پیل شوې.
-
مسي له زلزلهځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
دلو 22, 1401 07:42لیونل مسي په سوریه او ترکیه کې زلزلهځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
-
ټېسټ کرېکټ؛ هند په لومړۍ ورځ تر اسټرالیا ښه لوبه وکړه
دلو 22, 1401 07:41د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په ویشتنځای کې د دمې پرمهال د کوربه هندوستان او اسټرالیا ترمنځ لومړۍ ټېسټ سیالي د هند په ناګپور لوبغالي کې پیل شوې چې په لومړۍ ورځ د هند لوبغاړو ښه لوبه ترسره کړه.
-
ه ابوظبۍ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د تمرینانو دوام
دلو 22, 1401 07:37د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ابوظبۍ کې تمرینات پیل کړي دي.د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو لپاره په ابوظبۍ لوبغالي کې تمرینات پیل کړي دي.
-
د ښځو د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ پیل شوې
دلو 22, 1401 07:33د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري په سویلي افریقا کې پرون(جمعه) د ښځو د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ پیل شوې.
-
بادغیس کې د فوټسال سیالیو په دوام دوه لوبې ترسره شوې
دلو 19, 1401 07:46دا سیالۍ چې د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوي تیره ورځ دوه سیالۍ ترسره شوې.
-
په دایکندي ولایت کې د فوټسال سیالیو په دوام څلور سیالۍ ترسره شوې
دلو 19, 1401 07:45دا سیالۍ چې د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا په مرکز نیلي کې پیل شوې لا هم دوام لري.
-
په جوزجان کې د سنوکر سیالۍ پیل شوې
دلو 19, 1401 07:43د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د سنوکر فدراسیون په همغږۍ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.