س.حقاني: په حکومت کې مو ډېر غیرمسلکي کسان ګمارل شوي.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i5688-س.حقاني_په_حکومت_کې_مو_ډېر_غیرمسلکي_کسان_ګمارل_شوي.
د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر ویلی چې ددوی په حکومت کې په ډېرو ادارو کې غیر مسلکي کسان پر دندو ګمارل شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 25, 1401 10:52 Asia/Kabul

د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر ویلی چې ددوی په حکومت کې په ډېرو ادارو کې غیر مسلکي کسان پر دندو ګمارل شوي دي.

سراج الدین حقاني د خوست شیخ زاید پوهنتون زده کړیالانو ته د خبرو پرمهال ویلي چې تر فارغېدو وروسته د دندې په اړه اندېښنه مه کوئ بلکې هڅه وکړئ تر څو د سرپرست حکومت په ادارو کې پر دندو وګمارل شئ. حقاني له زده کړیالانو غوښتي، کوښښ وکړئ چې دلته زده کړې وکړئ، زیار وګالئ خو په بهرنیو هېوادونو کې له ذلت ډک ژوند ته زړه ښه نه کړئ