په پاکستان کې د امریکا سفیر احضار شوی دی.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i5687-په_پاکستان_کې_د_امریکا_سفیر_احضار_شوی_دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ورستیو څرګندونو په غبرګون کې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر وربللی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 25, 1401 10:23 Asia/Kabul

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ورستیو څرګندونو په غبرګون کې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر وربللی دی.

د امریکا ولسمشر د تېرې پنجشنبې په ورځ د ډیموکرات ګوند د دوره ای ټاکنو کمپاین پرمهال ویلي وو چې پاکستان شاید د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد وي ځکه چې ددغه هېواد اټومي وسلې خوندي نه دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری په کراچۍ کې د يوې خبري غونډې پرمهال ویلي چې د امریکا د ولسمشر خبرې ورته جالبې او حیرانوونکې دي.