-
د افغانستان په تړاو د مسکو څلور اړخیزه غونډه
میزان 14, 1404 13:42د افغانستان په اړه د پاکستان، ایران، روسیې او چین لوړ پوړو استازو په مسکو کې یوه غونډه وکړه.
-
د ایران له خوا امریکا سره د خبرو اترو نه کولو پریکړه
میزان 14, 1404 13:40د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو دوه لسیزې شتون د ویجاړۍ، ناامنۍ او د ترهګرۍ د خپریدو پرته بل څه نه دي کړي.
-
افغانستان کې د ماتې په اړه د ټرامپ څرګندونې
میزان 14, 1404 13:39ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکا کولای شوای په افغانستان کې بریالۍ شي، خو سیاسي پریکړو د دغه هیواد ستراتیژیک فرصتونه له منځه وړي دي.
-
د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان درېیمه ماته
میزان 14, 1404 13:38د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دریمه شل اووریزه لوبه هم وبایلوده.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 13, 1404 13:44د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو زیاتوالی
میزان 13, 1404 13:43د اوربند د ټینګولو د هڅو سره سره په غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه دوام لري. حماس غورځنګ هم په یوه بیان کې ویلي چې د اوربند د خبرو اترو او د ټرمپ له وړاندیز سره همهاله د صهیونیستي رژیم د بریدونو زیاتوالی یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره د اسراییلو ناسمه ادعا څرګندوي.
-
د هیواد زلزله ځپلو سیمو کې د سرپناه او خوړو کمښت
میزان 13, 1404 13:42د هیواد په ختیځ کې د مرګوني ځمکرېږد وروسته په زرګونو کورنۍ بې کوره شوي دي چې اوس د سړې هوا په رارسیدو سره د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ دي.
-
کابل کې د ایران د سرپرست سفیر اقتصادي سلامشورې
میزان 13, 1404 13:42په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د دغه سفارت چارسمبالي د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو رییس او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو له عمومي رییس سره ولیدل.
-
د ښاري کېدو وده او د کډوالو راستنېدل
میزان 13, 1404 13:41د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام وايي چې ډیری کډوال چې خپل هیواد ته راستنیږي په ښاري سیمو کې میشت دي کوم چې د ښاري ودې چټکتیا زیاتوي او په نازکو خدماتو فشار راوړي.
-
هېواد کې د ښوونکي ورځنې په نمانځلو بندیز
میزان 13, 1404 13:40د ښوونکي نړیوالې ورځې سره همهاله پداسې حال کې چې دا ورځ په تیرو کلونو کې په افغانستان کې لمانځل کیده، سږ کال هرات کې د سرپرست حکومت د پوهنې ریاست خصوصي او دولتي ښوونځیو ته امر کړی چې د دې ورځې له لمانځلو او په هغې د پیسو له لګولو ډډه وکړي.