-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 23, 1404 13:18د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان سرپرست حکومت ته د پاکستان د لومړي وزیر خبرداری
سنبله 23, 1404 13:17په خیبر پښتونخوا ایالت کې د یو شمېر پاکستاني سرتیرو له وژنې وروسته، د پاکستان لومړي وزیر ګواښ وکړ چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره به اړیکې پرې کړي. شهباز شریف وویل چې که کابل غواړي چې له ټي ټي پي سره اړیکې ولري او د دې ډلې ملاتړ وکړي، نو موږ به له دې حکومت سره هیڅ اړیکه ونه لرو.
-
د کابل استازو سره د بندیانو چارو امریکايي استازي لیدنه
سنبله 23, 1404 13:16د بندیانو د چارو لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي کابل ته د سفر په ترڅ کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د بندیانو د خوشې کولو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې اترې کړې دي.
-
غزې تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام
سنبله 23, 1404 13:00د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه هره ورځ د لسګونو فلسطینیانو په شهادت سره دوام لري. صهیونیستي رژیم چې په دې وروستیو ورځو کې یې په غزه ښار خپل بریدونه زیات او د استوګنې برجونه یې ویجاړ کړي دي، یوازې په تیره یوه ورځ کې د پراخو بمباریو له امله شپږ زره فلسطینیان بې ځایه کړي دي.
-
د قطر چارواکي سره د بهرنیو چارو د وزیر خبرې اترې
سنبله 23, 1404 12:59د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفی سره په خبرو کې په دوحه باندې د صهیونیستي رژیم وروستی برید وغانده.
-
د جوزجان طوطي میدان د ګازو د سروې او ایستلو پروژې پیل
سنبله 23, 1404 12:59د جوزجان د طوطي میدان د ګازو د سروې او استخراج پروژه نن د سرپرست حکومت او ازبیکستان د چارواکو په شتون سره پیل شوه.
-
د هیواد ختیځ کې د ځمکرېږد له امله ۲۶۸ زده کوونکي مړه شوي
سنبله 23, 1404 12:58د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د ځمکرېږد له امله د ښوونځیو او دیني مدرسو دوه سوه اته شپیته زده کوونکي مړه شوي دي.
-
قطر ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر سفر
سنبله 23, 1404 12:57د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ ترڅو د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
-
امریکا،جاپان او سویلي کوریا ته د شمالي کوریا خبرداری
سنبله 23, 1404 12:56شمالي کوریا د متحده ایالاتو، جاپان او سویلي کوریا لخوا راتلونکي ګډ پوځي تمرینات د ځواک بې پروا ننداره بللې او خبرداری یې ورکړی چې پوځي اقدام به ناوړه پایلې ولري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 22, 1404 13:49د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه