د شاه رخ خان د فلم "جوان" خبرتیاوې خپرې شوې
سنبله 11, 1402 14:09 Asia/Kabul
د بالیووډ وتلي ستوري شاه رخ خان د راتلونکي فلم "جان" رسمي ټریلر پردې او خبرتیاوې خپرې شوې.
د شاه رخ خان راتلونکی فلم "جوان" له ایکشن، ډرامې، خوندورو صحنو څخه ډک دی.
د دغه فلم ټرېلر او پردې له خپرېدو څو ورځې وړاندې ویل شوي وو خو اوس یې رسمي ټریلر په خورا ښه ډول خپور شوی دی.
د ایټلي په لارښوونه 'جان' سږ کال د شاه رخ خان دوه یمه لویه پروژه ده، چې تر دې وړاندې 'پټان' تاریخي فلم کې هم بریا ترلاسه کړې وه.
په "جوان" کې د کنگ خان تر څنګ، نینتارا او وجي سیتوپاتي هم مهم رول لوبولی دی، په داسې حال کې چې ډیپیکا پاډوکون به په فلم کې په کمه برخه کې لیدل کیږي.
دا فلم به د سپټمبر په اوومه نېټه خپور شي.