په کندز ولایت کې د فوټسال سیالۍ، چې ۳۰ لوبډلو په کې ګډون کړی و، د واحدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د هاکي لوبو د نړیوال جام په پایلوبه کې جرمني د بلجیم لوبډلې ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د اتلولۍ جام وګاټه.
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست تر چترلاندې د غیرالمپيکي لوبو لوی مدیریت سره په همغږۍ د پانکریشن فدراسیون ۱۰ ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وتړل شول.
د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د خوسي لوبې د ودې په پار سيالۍ ترسره شوې.
په ننکرهار ولايت کې د الفتح په نوم د واليبال سياليو په دوام، چې د ۹ ولايتونو لوبډلو په کې ګډون کړی پنځه سيالۍ ترسره شوې.
د نښې ویشتنې د فدراسیون له لوري ددې برخې ملي ټاکنیزې سیالۍ چې څلور ورځې وړاندې د لغمان ولایت په کوربه توب پیل شوې وې، نن جمعه پای ته ورسېدې.
هلمند کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لومړی پړاو سيالۍ چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د بدني روزنې او فوټبال فدراسیون له خوا پیل شوې وې د فرينډ اف سي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ځغاستې فدراسیون په چوکاټ کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
تخار کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او تکواندو فدراسیون له لوري د تکواندو« ۲۵ » ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وتړل شول.
د لغمان ولایت د ورزش آمریت او والیبال فدراسیون له لوري د علینګار ولسوالۍ اړوند اسلام آباد سیمه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لومړی پړاو یې پای ته ورسېد.