د فیسبوک په مسینجر کې د ایډیت امکان برابر شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i25883-د_فیسبوک_په_مسینجر_کې_د_ایډیت_امکان_برابر_شو
میټا شرکت چې فیسبوک، وټس اپ او انسټاګرام هم ورپورې تړلي دي، د فیسبوک په مسینجر کې د وټس اپ په شان د پیغام د اصلاح کولو یا ایډیټ اپشن هم زیات کړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
قوس 23, 1402 07:27 Asia/Kabul
  • د فیسبوک په مسینجر کې د ایډیت امکان برابر شو

میټا شرکت چې فیسبوک، وټس اپ او انسټاګرام هم ورپورې تړلي دي، د فیسبوک په مسینجر کې د وټس اپ په شان د پیغام د اصلاح کولو یا ایډیټ اپشن هم زیات کړ.

د فیسبوک په پیغامونو کې دا یوه لویه نیمګړتیا وه چې که به مو ناسم پیغام واستاوه، نو اصلاح کولی به مو نه شو.

خو نور دې ته اړتیا نه لري چې که پیغام درنه ناسم ولیږل شو، هغه ډیلیټ کړئ، د وټس اپ په شان خپل پیغام اصلاح کولی شئ.

د فیسبوک دا نوې ځانګړتیا د خپل پیغام د سمولو لپاره تر وټس اپ هم ډېر وخت درکوي. په وټس اپ کې ۱۰ دقیقې وخت لرئ چې خپل لېږلی پیغام اصلاح کړئ خو د فيسبوک مسینجر تاسو ته ۱۵ دقیقې فرصت درکوي.

دې ته مو پام وي چې مخاطب ته به مو یا هغه څوک چې تاسو پیغام ورلیږلی دی، پوهېږي چې پیغام مو اصلاح کړی یا کم و زیات کړی دی.

نو که همدا اوس خپل مسینجر اپ ډېټ کړئ، له دې نوې ځانګړتیا څخه به کار اخیستل شئ.