د شهزاده داوود او سلیمان وروستی عکس وموندل شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i18155-د_شهزاده_داوود_او_سلیمان_وروستی_عکس_وموندل_شو
په اوقیانوس بحر کې د لامبو وهونکي غرق شوي ټایټان کې د شهزاده داود او د هغه د زوی سلیمان داوود وروستی عکس موندل شوی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 14, 1402 14:00 Asia/Kabul
  • د شهزاده داوود او سلیمان وروستی عکس وموندل شو

په اوقیانوس بحر کې د لامبو وهونکي غرق شوي ټایټان کې د شهزاده داود او د هغه د زوی سلیمان داوود وروستی عکس موندل شوی دی.

د شهزاده داوود او زوی سلیمان داوود وروستی عکس د داوود کورنۍ لخوا خپور شوی چې د نیویارک پوسټ امریکايي ادارې لخوا هم خپور شوی.

د نیویارک پوسټ په وینا، دغه عکس، چې د ټایټانیک بېړۍ ته له لیدو څخه څو شیبې وړاندې اخیستل شوی و، ښیې چې شهزاده داوودد خپل زوی سلیمان سره په خندا ولاړ دی.

په عکس کې، دوه شخصیتونه لیدل کیدی شي چې نارنجي جاکټونه، هیلمټ او د اتلانتیک بحر ته د تیتانیک سفر لپاره د خوندیتوب دستکشې يې اغوستې وي.

د راپور له مخې، تر دې عکس سمدستي وروسته د شهزاده داود او سلیمان په ګډون پنځه کسان په یوه اوبتل کې د تایتانیک د پاتې شونو لیدلو لپاره ولاړل.