هندي پولیسو ولې د ای ار رحمان کنسرت بند کړ؟
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i16195-هندي_پولیسو_ولې_د_ای_ار_رحمان_کنسرت_بند_کړ
هندي پولیسو له ټاکلي وخت څو دقیقې وروسته د موسیقۍ کمپوزر اې آر رحمان روان کنسرټ بند کړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 13, 1402 12:52 Asia/Kabul
  • هندي پولیسو ولې د ای ار رحمان کنسرت بند کړ؟

هندي پولیسو له ټاکلي وخت څو دقیقې وروسته د موسیقۍ کمپوزر اې آر رحمان روان کنسرټ بند کړ.

په پونې کې د اې آر رحمان د کنسرت یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې چې پکې پولیس لیدل شوي چې د کنسرټ پر مهال لاسوهنه کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د اې آر رحمان د کنسرت ټاکل شوی وخت د شپې له ۸ بجو څخه تر ۱۰ بجو پورې و کله چې سندرغاړو خپله وروستۍ سندره ویله، کنسرټ د پولیسو لخوا ودرول شو.

د عرفان په نوم یو کارونکي د کنسرت ویډیو په ټویټر کې شریکه کړې او د پونې د پولیسو چلند یې مایوسوونکی بللی او لیکلي یې دي چې پولیسو په ۱۰:۱۴ بجو کنسرټ ودراوه.