لوبې
-
د کوهلي او ګمبیر شخړه: ګواسکر په دواړو د بندیز غوښتنه وکړه
ثور 13, 1402 16:54د هند پخواني کرکټر او مبصر سنیل ګواسکر د هند په پریمیر لیګ (IPL) کې د لکنو سوپر جاینټس ګوتم ګمبیر او د رویل چلینجر بنګلور ویرات کوهلي باندې د څو لوبو بندیز غوښتنه کړې.
-
آی سی سي د میاشتې د غوره لوبغاړي نومونه اعلان کړل چې پکې یو پاکستانی لوبغاړی هم شامل دی
ثور 13, 1402 16:52د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د میاشتې د غوره لوبغاړي نومونه اعلان کړل چې پکې یو پاکستانی توپ وهونکی هم شامل دی.
-
درېيمه یو ورځنۍ لوبه: د نیوزیلینډ خلاف د پاکستان بیټینګ دوام لري
ثور 13, 1402 16:29کراچۍ: د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ په درېيمه شل اوریزه لوبه کې د پاکستان بیټنګ دوام لري.
-
د بلخ او چارکنت په ولسوالیو کې د والیبال سیالۍ وشوې
ثور 04, 1402 11:09دغه سیالۍ د اختر په مناسبت د بلخ او سمنګان ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
-
په پروان کې د اختریز جام سیالۍ او د جمناسټيک نندارې ترسره شوې
ثور 04, 1402 11:08د ځوانانو د هڅونې په موخه د پروان په ورزشي سټډيوم کې دغه سیالۍ د پارکور جمناسټيک ١٠ تنو ورزشکارانو له خواوړاندې شوې.
-
د زابل ولایت په مرکز کلات ښار شاه حسن خېلو کلي کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
ثور 04, 1402 11:07د اختريز جام په نوم د ١٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې او پنځه ورځې به دوام وکړي. همداراز د زابل په شاجوى ولسوالۍ هم د اختر په مناسبت د نېزې وهنې سيالۍ پيل شوې. دغه راز په ورته وخت کې د یاد ولایت د شاه جوى، ارغنداب، مېزانې، او د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ د ٣٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ هم د نېزې وهنې سيالۍ پيل شوې، چې درې ورځې دوام وکړي.
-
د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
ثور 04, 1402 11:05د اختر په مناسبت د ښېوې ولسوالۍ په بر کاشکوټ سيمه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال ټورنمنټ پيل شو.
-
په کندز کې د کورش او رسۍ کشولو سيالۍ پيل شوې دي
ثور 04, 1402 11:03د ګلتپې ولسوالۍ په سه شنبه بازار سیمه کې د مرکز او ولسوالیو د پنځوس جوړو غوره پهلوانانو تر منځ د کورش سیالۍ پیل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي. د دې ترڅنګ د رسۍ کشولو د ٤ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ هم وشوې، چې فاینل ته یی دګلتپی ځوانانو او د کندز مرکز ځوانانو لار ومونده. د یادو سياليو موخه د هېواد ملي او عنعنوي ورزشونو ته وده ورکول دي.
-
د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د واليبال سیالۍ پیل شوې دي
ثور 04, 1402 11:02په ننګرهار کې د ځوانانو د هڅونې په موخه او د اختر په مناسبت د واليبال ټورنمنټ پيل شوی.
-
په پکتیکا کې د اختر په مناسبت ورزشي نندارې ترسره شوې
ثور 04, 1402 10:58په دغو نندارو کې په خوله د پنځو موټرونو کشول کشکول، د تراکتور نيول، په ځان د ټېلر تېرول او په ځان د تيږو ماتول شامل و، چې ګڼ شمېر خلک يې ليدو ته راغلي و. د یادو نمایشونو موخه له ورزش سره د خلکو مینه او علاقه را ژوندي کول دي.