د فرانسې زندان څخه د مهدیه اسفندیاري آزادیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47136-د_فرانسې_زندان_څخه_د_مهدیه_اسفندیاري_آزادیدل
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فرانسې له بندخونې څخه د ایراني څېړونکې مهدیه اسفندیاري د خوشې کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2025-10-23T09:26:31+00:00 )
عقرب 01, 1404 13:55 Asia/Kabul
  • د فرانسې زندان څخه د مهدیه اسفندیاري آزادیدل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فرانسې له بندخونې څخه د ایراني څېړونکې مهدیه اسفندیاري د خوشې کېدو خبر ورکړ.

آغلې اسفندیاري له دوه سوه دیرش ورځو څخه ډیر په غیرقانوني ډول بندي وه، او د هغې دنده د فلسطیني خلکو دفاع وه.د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې میرمن اسفندیاري به له زندان څخه کور ته ولیږدول شي او د محکمې تر اوریدنې پورې به تر څارنې لاندې وي.ټاکل شوې ده چې د نوموړي محکمه د روان کال قوس یا جدې میاشت کې وي.هغه د تیر کال په حوت کې د فرانسې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شوه.