د افغانستان تکواندو ملي ټیم د غوراوي سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46715-د_افغانستان_تکواندو_ملي_ټیم_د_غوراوي_سیالۍ
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالیو نهم پړاو په کابل کې د هیواد دیارلس ولایتونو څخه د یو سل او دیرش لوبغاړو په ګډون سره پیل شو.
(last modified 2025-10-07T08:32:40+00:00 )
میزان 15, 1404 12:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان تکواندو ملي ټیم د غوراوي سیالۍ

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالیو نهم پړاو په کابل کې د هیواد دیارلس ولایتونو څخه د یو سل او دیرش لوبغاړو په ګډون سره پیل شو.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون وویل چې سیالۍ به د پنځو ورځو لپاره ترسره شي چې موخه یې د ملي لوبډلې لپاره د غوره شخصیتونو غوره کول او د لوبغاړو وړتیا لوړول دي.د فدراسیون د چارواکو په وینا، لوبغاړي به په دریو عمري ګروپونو کې سیالي وکړي: تنکي ځوانان، ځوانان او لویان، او په پای کې، غوره دیرش لوبغاړي به تکواندو ملي ټیم لپاره غوره شيدا سیالۍ په کابل کې د بدني روزنې او سپورت ریاست د پنځه سوه کسیز جمنازیم کې ترسره شوې.