د عدلیې وزارت د تعرفې قانون لاسلیک
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46387-د_عدلیې_وزارت_د_تعرفې_قانون_لاسلیک
د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د هبت الله اخوندزاده له لاسلیک وروسته د "تعرفې پلاوي" قانون په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
(last modified 2025-09-25T08:18:34+00:00 )
میزان 03, 1404 12:47 Asia/Kabul
  • د عدلیې وزارت د تعرفې قانون لاسلیک

د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د هبت الله اخوندزاده له لاسلیک وروسته د "تعرفې پلاوي" قانون په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

دا قانون د هیواد اقتصادي شرایطو ته په پام سره د تعرفې بورډ ته د سوداګریزو توکو د ګمرکي او موسمي تعرفو تنظیم، اغیزمنتوب او بدلون مسؤلیت سپاري.د عدلیې وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې مالیې وزارت د دې قانون د پلي کولو اصلي واک لري.د تعرفې پلاوی د مالیې وزیر لخوا رهبري کیږي او د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، کانونو، اقتصاد، عامې روغتیا وزیرانو، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د نورم او معیارونو د څانګې رییسانو، د استخباراتو ریاست، او د سوداګرۍ او پانګونې، صنعت کانونو، کرنې او مالدارۍ خونو استازو څخه جوړ دی.دا بورډ د ګمرکونو او موسمي تعرفو د ټاکلو او بیاکتنې، د غوره تعرفو په اړه پریکړه کولو، د صادر شویو او وارد شویو توکو د تصفیې او منع کولو، او د هیوادونو یا فابریکو لخوا د ډمپ کولو مخنیوي مسؤلیت لري.