د سپتمبر د یوولسمې کلیزه او پر افغانستان یې اغیزې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45976-د_سپتمبر_د_یوولسمې_کلیزه_او_پر_افغانستان_یې_اغیزې
نن په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو کلیزه ده چې القاعده یې په ترسره کولو تورنه وه.
(last modified 2025-09-11T08:07:13+00:00 )
سنبله 20, 1404 12:36 Asia/Kabul
  • د سپتمبر د یوولسمې کلیزه او پر افغانستان یې اغیزې

نن په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو کلیزه ده چې القاعده یې په ترسره کولو تورنه وه.

په همدې ورځ، د امریکا په خاوره کې څو مسافر وړونکې الوتکې وتښتول شوې او یو څه وخت وروسته د نیویارک او واشنګټن په ګډون په مختلفو ښارونو کې څو ودانۍ په نښه شوې.د دې بریدونو تر ټولو مهم د نړۍ په دوه ګوني برجونو وو، چې په کې دوه الوتکې له لوړو ودانیو سره وجنګیدې، چې بې شمیره تلفات یې رامنځته کړل.د امریکا د دفاع وزارت ودانۍ، چې د پنټاګون په نوم پیژندل کیږي، هم د ورته برید شاهده وه.دې پیښې په افغانستان کې د یوې اوږدې جګړې لامل شو چې شاوخوا پنځوس زره شهیدان یې ورکړل او هیواد یې د کلونو لپاره د بې ثباتۍ او ترهګرۍ د ودې په ډګر بدل کړامریکایان شل کاله وروسته، په دوه زره او یوویشت کال کې له افغانستان څخه ووتل؛ خو د دې حضور پایله یې سقوط شوی اقتصاد او کمزوری امنیت وو.