خیبرپښتونخوا ته د ټي ټي پي ۸ زره غړو ننوتل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45946-خیبرپښتونخوا_ته_د_ټي_ټي_پي_۸_زره_غړو_ننوتل
د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له اته زره څخه ډير غړي له افغانستان څخه دې ولایت ته داخل شوي دي.
(last modified 2025-09-10T08:39:37+00:00 )
سنبله 19, 1404 13:08 Asia/Kabul
  • خیبرپښتونخوا ته د ټي ټي پي ۸ زره غړو ننوتل

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له اته زره څخه ډير غړي له افغانستان څخه دې ولایت ته داخل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار محمد علي سیف وویل چې د تحریک طالبان پاکستان زرګونه غړي اوس مهال په پیښور، ټانک، ډېره اسماعیل خان، بنو، لکی مروت، سوات او د دغه ولایت په نورو برخو کې شتون لري.د پاکستان امنیتي چارواکو په یوه احصایه کې ویلي چې سږ کال په دې ولایت کې له شپږ سوه څخه ډیر بریدونه شوي دي چې څلور سوه پنځوس کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.