د ایران له خوا د سرپل پروژو کې د همکارۍ ژمنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42585-د_ایران_له_خوا_د_سرپل_پروژو_کې_د_همکارۍ_ژمنه
ایران د سرپل ولایت په کانونو او زیربناوو کې پانګونې ته خپل چمتووالی اعلان کړی دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 27, 1404 13:57 Asia/Kabul
  • د ایران له خوا د سرپل پروژو کې د همکارۍ ژمنه

ایران د سرپل ولایت په کانونو او زیربناوو کې پانګونې ته خپل چمتووالی اعلان کړی دی

په مزار شریف کې د ایران جنرال قونسل حمید رضا احمدي د سرپل د سرپرست حکومت له والي محمد ظریف مظفر سره د یوې غونډې په ترڅ کې په دې برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.د بلخاب د اوبو برېښنا بند جوړول، د سرپل په مرکز کې د امام زاده یحیی زیارت بشپړول، او د زیربنایي پروژو جوړول هغه ظرفیتونه دي چې ایران یې په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.په مزار شریف کې د ایران جنرال قونسل ویلي دي چې د افغانستان پرمختګ د ایران په ګټه دی او تهران د ډبرو سکرو او تیلو په کانونو او د درملو فابریکو رامنځ ته کول او په سرپل ولایت کې طبي پرسونل روزلو ته تیار دی