د اشغال شویو سیمو کې د "وعده صادق ۱" عملیاتو کلیزه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42553-د_اشغال_شویو_سیمو_کې_د_وعده_صادق_۱_عملیاتو_کلیزه
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند د "وعده صادق یو" عملیاتو د کلیزې په مناسبت ویلي، دا عملیات په سیمه‌ییزه کچه د نړۍ تر ټولو لوی د بې‌پیلوټه الوتکو عملیات وو، چې د پروازونو واټن یې له زر کیلومترو څخه زیات و.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 26, 1404 12:07 Asia/Kabul
  • د اشغال شویو سیمو کې د

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند د "وعده صادق یو" عملیاتو د کلیزې په مناسبت ویلي، دا عملیات په سیمه‌ییزه کچه د نړۍ تر ټولو لوی د بې‌پیلوټه الوتکو عملیات وو، چې د پروازونو واټن یې له زر کیلومترو څخه زیات و.

جنرال علي محمد نائیني په یوه غونډه کې ویلي، "وعده صادق یو" د ایران د نوښت او وړتیا نښه وه چې صهیونیسټ دښمن ته یې ضربه ورکړې او دا د ایران او صهیونیسټ رژیم ترمنځ لومړنۍ مستقیمه او ښکاره پوځي مقابله وه.هغه ټینګار کړی چې ملي امنیت، دفاعي او پوځي ځواک د ایران د اسلامي جمهوریت سرې کرښې دي، چې په هیڅ شرایطو کې پرې خبرې او مذاکرې نه کېږي.ایران د حمل په شپږویشتمه سهار وخته د لومړي ځل لپاره پر اشغال شویو سیمو تر ټولو لوی بې‌پیلوټه او توغندیز برید ترسره کړ.