حمل 26, 1404 15:12 Asia/Kabul
  • عمان د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو دویم پړاو کوربه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو دویم پړاو به په مسقط کې ترسره شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي بیګا ماښام وویل: د دوه‌ اړخیزو مشورو وروسته پرېکړه شوې چې دا خبرې به د عمان په پلازمېنه کې دوام وکړي.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا خبرې به د شنبې په ورځ، د حمل په ۳۰مه ترسره شي.تر دې مخکې ځینو رسنیو او د اروپا او سیمې د هېوادونو سیاسي چارواکو ویلي وو چې د ایران او امریکا د غیرمستقیمو خبرو دویم پړاو به په روم کې ترسره شي.د دې خبرو لومړی پړاو تېره اوونۍ په مسقط، عمان کې ترسره شوی و، چې ایراني او امریکايي چارواکو مثبتې او رغنده یې بللی وې.په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو دویم پړاو ډېر ژر پیلېږي، د امریکا د منځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي چې امریکا د ایران د اټومي پروګرام د بشپړې بندېدو په لټه کې نه ده