دلو 17, 1403 16:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ تړون

په افغانستان کې سرچینو له ازبیکستان سره د څلور نیم میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ تړون د لاسلیک خبر ورکړی دی. دا تړون د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګرۍ یوازې په دوه زره څلور ویشتم کال کې شاوخوا یو ملیارد ډالرو ته ورسیده، او ویل کیږي چې دا کچه به په راتلونکي کې درې ملیارد ډالرو ته لوړه شي.ویل کیږي چې د ازبیکستان پلاوی، چې مشري یې د دغه هیواد د پانګونې رییس عزیز بېګ صلاح الدین کوي د روانې اونۍ د شنبې په ورځ کابل ته راغللازبیکستان د افغانستان یو له شمالي ګاونډیانو څخه دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې تل ګرمې وې.