جدی 22, 1403 16:40 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کونړ ولایت د پاکستاني پوځ د بریدونوغندلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت دا ډول سیاستونو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سختې زیانمنې کړې دي. په ورته وخت کې؛ د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د داعش ترهګره ډله دا مهال د پاکستان د بلوچستان ایالت په سیمو کې ځای پر ځای شوې او روزنه ترلاسه کوي.